کہ صورت د محمد نه وای پيدا

۲۰۶ کتنې ۰ خوښونې ۲ دقیقې لوستل ۱۲ کرښې

که صورت د محمد نه وي پیدا پیدا کړې نه وه خدای نه دا دنیا کل جهان د محمد په روی پیدا شه محمد دي د تمام جهان آبا نبوت په محمد باندي تمام شه نشته پس له محمده انبیاء نور هاله د محمد وُ په جهان کښي چه بوی نه وُ د آدم او د حوا په صورت که آخرین دي پیدا شوي په معني کښي اولین دي هر چا خدای يې مه گنه بې شکه چه بنده دي نور ئې کل واړه صفات دي په رښتیا که نبي دي که ولي دي که عاصي دي محمد دي همه واړو پیشوا چه ئې دين د محمد دي قبول کړي جنتي دي که فاسق دي که پارسا محمد د گمراهانو رهنما دي محمد دي د ړندو د لاس عصا که رڼا ده پیروي ده محمد ده گنه نشته په جهان بله رڼا محمد د بیچاره ؤ چاره گر دي محمد دي هر دردمند لره دوا زه رحمان د محمد د در خاکروب يم که مي خدای نه کا له دي دره جدا

د رحمان بابا نوره شاعري

ټول وګورئ
غزل

گوره هسې کردگار دی رب زما

ګوره هسي کردگار دي رب ځما چه صاحب د كل اختيار دي رب ځما همګي بزرگواران چه څوك ئي وايي تر همه و بزرگوار دي رب ځما