گوره هسې کردگار دی رب زما

۱۸۲ کتنې ۲ خوښونې ۲ دقیقې لوستل ۱۵ کرښې

ګوره هسي کردگار دي رب ځما چه صاحب د كل اختيار دي رب ځما همګي بزرگواران چه څوك ئي وايي تر همه و بزرگوار دي رب ځما نه ئي هيڅ حاجت په چا باندي موقوف دي نه د هيچا منت بار دي رب ځما له نيستۍ ئي د هستي صورت پيدا کړ هسي رنگ پروردگار دي رب ځما هم صانع دي د جمله و مصنوعاتو هم سامع د هر گفتار دي رب ځما چه ئي هيچري نه مثل نه مثال شته د هغو عطر و عطار دي رب ځما هر تعمير چه د دنيا او د عقبي دي د همه واپړو معمار دي رب ځما خواننده د نانويسو صحيفو دي داننده د هر اسرار دي رب ځما كه ظاهر دي كه باطن دي که مابين دي له همه و خبردار دي رب ځما كه پيدا كه پوشيده دي که اوسط دي په همه و وقوف دار دي رب ځما شريك نه لري په خپلي پادشاهي کښي بې شریکه شهریار دي رب ځما هسي نه چه واحدي ده له عجزه په واحد وجود بسيار دي رب ځما حاجت نه لري د هيچا و ياري ته له هغو سره چه يار دي رب ځما څه حاجت دي چه و بل خوا ته ئي غواړم په خپل کور کښي همکنار دي رب ځما هيڅ تغيير و تبديل نه لري* رحمانه* تل تر تله بر قرار دي رب ځما

د رحمان بابا نوره شاعري

ټول وګورئ
غزل

کہ صورت د محمد نه وای پيدا

که صورت د محمد نه وي پیدا پیدا کړې نه وه خدای نه دا دنیا کل جهان د محمد په روی پیدا شه محمد دي د تمام جهان آبا